ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په دوام کې په یوه ورځ د ۸۱ کسانو د پانسي کولوخبر ورکړی چی د عربستان دغه څاروی ډوله اقدام له پراخو غندنو سره مخامخ شوې دې .
د سعودی رژيم مخالفو رسندویو هم په ډاګه کړی ده چی په دغو ۸۱ کسانو کې ۴۱ شیعیان دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،په جزیرة العرب کې د مخالفانو انجمن د دغه خبر په غبرګون کې پر دې په ټینګار سره چی دغه قتل عام د هغو ځوانانو پرضد شوی چی د خپلې عقیدې د څرګندولو لپاره له خپل روا حقه ئې استفاده کړې او زنداني شوي وو، وویل محمد بن سلمان یو قاتل دې چی د بی ګناه کسانو له وژلې خوند اخلی.
د عراق د کتایب سید الشهدا عمومی منشی الولایی هم ویلی دی د ال سعودو رژیم د یوکرین په جنګ د دنیا له مشغولتیا په ناوړې استفادې سره ۸۱ کسان اعدام کړل . ده وویل د ال سعودو رژیم د ۴۱ شیعیانو په پانسي کولو سره خپله فرقه پالنه ثابته کړه .
همداراز د عراق نورو ډلو او ګوندونواو د یمن د اطلاع رسونې وزیر او نورو چارواکو هم دغه اقدام په کلکه غندلې دې .
د عربستان حکومت هرکال د بیان له ازادۍ سره د مقابلې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه ګن شمیر مخالفان پانسي کوي .