ایکناخبری آژانس الجزیره نټ له قوله راپور راکړ،عبد ربه منصور هادي د یوې اعلامیې په صادرولو سره د ولسمشرۍ درست اختیارات ، د رهبرۍ شورا ته وسپارل .
د یمن مستعفی او فراري ولسمشر همداراز خپل مرستیال علی محسن الاحمر هم له کاره ګوښه کړ.
د ولسمشرۍ د اعلامیې په اساس د رهبرۍ شورابه د یمن د مستعفی حکومت سیاسی ، پوځي او امنیتی اداره کول په غاړه لري او رشاد محمد العلیمي ددغې شورا د مشر په توګه ټاکل شوی دی .
همداراز سلطان عی العراده ،طارق محمد صاح عبدالرحمن ابوزرعه، عبدالله العلیمي باوزیر، فرح سالمین البحسنی،عثمان حسن مجلی اوعید روس قاسم الزبیدي هم د دغې شورا نور نور غړي دي .
ددغه راپور په اساس د مشرۍ رهبرۍ شورا د اور بند په باب د یمن له انصار الله غورځنګ سره د خبرواترو مسئولیّت په غاړه لري .
له دې مخکې د من رسندویو ، د ریاض د چارواکو په سلامشورو کې د منصور هادي له بې درکه کیدا وروسته ، چې د فار خلیج د ملګرتیا شورا په بلنې سره ترسره شوي ،راپور ورکړی ؤ چې دعربستان چارواکو فیصله کړې ده د یمن فراری ولسمشر چې مودې کیږي ،په ریاض کې ژوند کوي،له خپلې څوکۍ لیرې کړي .