ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د تیرې سه شنبې په مازیګر د ایران په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام د پاک حرم په یوه صحن کښې یوه تکفیري کس په درو عالمانو باندې د چاقو حمله وکړه چې له امله یې دوه عالمان شهیدان او یو بل زخمي شوی دی.
له دغې پيښې وروسته چې د افغانستان د علماؤ او سیاسي شخصیتونو پراخ غبرګونونه یې درلودلی، اوس په انټرنیټ کښې، په ایران کښې له افغانستاني کډوالو سره د بد چلند او شکنجې په باب له نامعلومو ایډرسونو څخه په پراخه توګه ویډیوګانې او پوسټونه خپریږي.
په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو د هغو دسیسو او فتنو په هکله په خبرداري سره چې د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د درز او ګډوډي لپاره روانې دي، دغه کار پلان شوې دسیسه وبلله.
د خبرپاڼې په دوام کښې لولو: د داشان ویډیوګانو تولیدونکي او په انټرنیټ کښې یې خپرونکي عوامل د دواړو هیوادونو د ژورو او تاریخي اړیکو د خرابولو او له ایران او افغانستانه د ویرونې د دودولو په لټه کښې دي.
د افغانستان سیاسي شخصیتونو هم په یولړ خبرپاڼو کښې د دې دسیسې په وړاندې د ایران او افغانستان د دواړو ولسونو د هوښیارتیا په ضرورت باندې ټینګار کړی دی.