IQNA

استاذان د علم خورونکي او قاتلان ئې د جهالت وکیلان دي

16:51 - May 05, 2023
د خبر لمبر: 3487290
ایکنا-(تهران) د پاکستان په پاراچنار کې په تري منګل هائي سکول کې پرون د شهید کړائ شوو اوو استاذانو د جنازو په دستورو کې ویناوالو ووئيل،پد مظلومواستاذانو وینه به هیڅکله هم صائع نشي او  د دجهالت دغه وحشي ډوله  تبلیغ کونکي به حتما  دخپل انجام سزا وویني

ایکنا له پاره چناره راپورراکړ، پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې په مرکز پاره چنار کې پرون  په تري منګل  هائي سکول کې شهید کړائ شوو اوو استاذانو د جنازې  نن د پاره چنار ښار په مرکزی امامبارګاه کې ترسره شوې او د بیا جنازو لوی لاریون د آرپی چوک په لور روان شو  او هلته ئې د یوې سترې احتجاجي بڼه غوره کړه .

په راپور کې وئيل شوي دي چې د لسګونو زرو دغه ستره احتجاجي مظاهره  د شهیدانو له جنازو سره یو ځاي د ځای حکومتي  چارواکو  او د غه راز د جنایتکارو او  وحشي ترهه ګروپه ضد د شعارونو په ورکولو سره پریس کلب په لور روانه شوه او هلته  ویناوالو  پخپلو ویناؤ کې روښانه کړه ، چې  ځاي حکومت ته یو ځل بیا وایو چې د مونږ امتحان دې نه اخلي او زرترزره دې د  علم د خورونکو  باغبانانو د قاتلانو په خلاف عملیات وکړي  او سخته سزا دې ورکړي .

دوي دغه راز پخپلو څرګندونو کې ووئیل،وحشي جنایتکارو قاتلانو یو ځل بیا خپل جهالت نندارې ته وړاندې کړ او وې ښودله چې  علم د خوریدا  او  ددوي د خپلو بچیانو د علم په زیور د پوښل کیدا مخالف دي په دې خاطر چې ددوي بچیان که علم ترلاسه کړي ، نو بیا به دوي دخپل جهالت تبلیغ څرنګه پر مخ بوځي . ویناوالو همداراز په ډاګه کړه.د مظلومواستاذانو وینه به هیڅکله هم صائع نشي او  د دجهالت دغه وحشي ډوله  تبلیغ کونکي به حتما  دخپل انجام سزا وویني

 داپه داسې حال کې  دي چې له پرون راهسې چې په تري منګل هائي سکول کې دغه بونونکي پيښه شوي تر دې دمه د پاره  چنار پریس کلب په وړاندې د  ځاي ساتاذانو پرلتۍ دوام لری او دوي هوډ کړی چې تر څو  د شهید کړائ شوو استازانو قاتلانو ته سخته سزا ورنه کړل شي ،د دوي پرلتۍ وهل به دوام ولري

captcha