نن د 1444 قمری کال د ذی القعدي 30 او د 2023 میلادی کال د جون 19 د شیعیانو د نهم امام حضرت امام جواد علیه السلام د شهادت د کلیزي غمجنه ورځ ده . حضرت امام تقی ع د ۱۹۵ هجری قمری کال د رمضان په میاشت کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د خپل ګران پلار حضرت امام رضا علیه السلام له شهادته وروسته د نړۍ د شیعیانو امامت او مشری پرغاړه واخیسته .
د امام جواد ع د امامت اومشرۍ پړاو د اسلامی تمدن د غوړیدا او په اسلامی دنیا کې د اعتقادي او فلسفي لیدتوګو د دودیدا وخت وو .
د درست اسلامی ایران خلک بیګا او نن د حضرت امام جواد ع د شهادت د کلیزې په مناسبت په امام بارګاو او د حضرت امام رضا ع او په قم ښار کی د ویر او ماتم دستوری ترسره کوی .
د ایکنا خبری آژانس ټول کارکونکي د حضرت امام جواد علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .