ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلام د ګران پیغمبر(ص)ّ یو لمسی او د امامت او ولایت د آسمان پنځم ځلانده ستوري حضرت امام محمد باقر ع دخپل امامت په پړاوکې د اسلامی کلتور له خپرولو او تبلیغ ، د شاګردانو روزلو ، د اصحابو او خلکو مشری ، خلکو ترمینځ د خپل ګران نیکه حضرت محمد مصطفی (ص) د سنتونو اجرا کولو او د مشرۍ سمې کرښې ته د غاصب حکومت له متوجه کولو یوه شیبه هم غفلت ونکړ .
حضرت امام محمد باقر علیه السلام د خپل ګران پلار حضرت امام زین العابدین علیه السلام له شهادته وروسته نولس کاله او لس میاشتې د امامت درنده دنده ترسره کړه .
حضرت امام محمد باقر ع دخپل امامت په پړاوکې د اسلامی کلتور له خپرولو او تبلیغ ، د شاګردانو روزلو ، د اصحابو او خلکو مشری ، خلکو ترمینځ د خپل ګران نیکه حضرت محمد مصطفی (ص) د سنتونو اجرا کولو او د مشرۍ سمې کرښې ته د غاصب حکومت له متوجه کولو یوه شیبه هم غفلت ونکړ .
حضرت امام محمد باقر ع د ۱۱۴ هجری قمری کال د ذی الحجې په ۷ نیټه په ۵۷ کلنۍ کې د اموی خلیفه هشام بن عبدالملک په وسیله مسموم او شهید کړې شو .
د ایران راډیو اوټیلی ویژن اداره د حضرت امام محمد باقر علیه السلام د شهادت په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .