IQNA

په افغانستان کې سېلابونه

ملګرو ملتونو په میدان وردګو کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

6:57 - July 28, 2023
د خبر لمبر: 3487699
ایکنا – (میدان وردګ) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA)  اعلان کړی، چې په میدان وردګو ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو څه باندې ۱۰۰۰ کورنیو سره مرستې شوې دي.

ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله راپور ورکوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA)  په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه مرستې د روغتیا ، د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو او نورو برخو کې دي او د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې د موقتي سرپناه د جوړولو کار پیل شوی دی.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دغو مرستو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

 د اوچا د راپور له مخې، په میدان وردګو کې د سېلابونو له امله ۳۰ تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

 د معلوماتو پر بنسټ، د دغو سېلابونو په پایله کې د استوګنې ۴۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۶۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.

 د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې په ميدان وردګو ولايت او د هېواد په يو شمېر سيمو کې سېلابونو درانه مالي زيانونه اړولي دي.

https://www.avapress.com/ps/news/273898

captcha