ایکنا د صابرین نیوز په حواله خبر ورکوي، چې په عراق کې د اهل بیت علیهم السلام مینوالو تېره شپه د حسیني عاشورا د ورځې په ماتم کې له ګډون کولو وروسته، د کربلا دښتې د حماسه جوړوونکو د شام غریبان ځانګړي مراسم ترسره کړل.
د امام حسین (ع) مینوالو په کربلا او د عراق په یو شمېر نورو ښارونو کې په لارو کوڅو، جوماتونو، تکیه خانو او دیني راټولیدنو کې د شمعې په روښانه کولو سره ماتم وکړ.
حسیني ماتم کوونکو د عاشورا د پاڅون له اسیرانو سره یو ځای، د حضرت زینب کبری (س) د غربت، د امام سجاد (ع) د مظلومیت او د امام حسین (ع) د کورنۍ د نورو غړو په غم کې ماتم وکړ.