ایکنا د الکفیل له قوله راپور راکوي، دعراق په بابل کې د عباسی مقدس آستان له خوا دغه پروګرام اجرا شوی دی او په دغه ولایت کې د عباسی آستان د قران کریم علمی ټولګې سره اړونده ټولنه ورباندې څارنه کوي.
په بابل ولایت کې د عباسی ولایت د قرآن کریم د څانګې مسئول سید منتظر المشایخي په دې باب ووئيل، په زیارتوالو کې د قرآن کریم د کلتور سسټماټیک کول ددغه پلان یوه موخه ده چې د حمد سورې او نورو لنډو سورو، د لمانځه دنورو ذکرونو د قرآئت او د قفهي مسئلو، په روزنې سره د ډول ډول قرآنی پروګرامونو او سیالۍ ترسره کول هم تعقیبیږي.
هغه زیاته کړې ده،دعباسی آستان د قرآن عملي ټولګه په کربلا او دعراق په نوروولایتونو کې چې د حسینی اربعیّن د ولولناک لاریون په لاره کې راځي،مختلف قرآني فعالیتونه اجرا کړي دي.
د وئيلو ده چې د عباسی مقدس آستان د قرآن کریم مرکز سږکال د پرله پسې یولسم کال لپاره د حسینی اربعیّن د زیارتوالو لپاره د قرآن کریم د سم قرآئت د روزنې پلان اجرا کړی دی او د حسیني اربعیّن دمیلیوني زیارتوالو په خدمت کې دغه کارونه ترسره کیږي.
دغه پلان همداراز دنجف،کربلا،بابل، کربلا، او دغه راز د بغداد-کربلا پشمول د کربلا ولایت په اصلي چورلیزونو کې او دغه راز د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د حرم د صحن په روزونکو سټالونو کې او همداراز د دولسم امام په مقام او د کربلا په الهندیه سیمې کې هم دغه په زړه پورې او معنوي پروګرامونه اجرا کیږي.
ددغې معنوي طرحې یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.