ایکنانیوز د الدیار له قوله راپور ارکړد لبنان دحزب الله غورځنګ د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم ووئیل، له نیواکګرو وحشیانو سره دډغزې او دغزې ددفاع او په فلسطین ،لبنان او سیمې باندې د دوي له تیریو سره مخامخیدا لپاهر د مقاومتي جنګ په زړه کې شتون لري او په هغه اندازه چې د لازمې ډغرې لپاره لازم دي ، ګوته ئې په ټریګر کیښودلې ده .
د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ هغو څرګندونو کې چې په ټولنیزو چینلونو کې خپرې شوي ،ووئیل، په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم تیري نه یوازې جنګ دی ،بلکې دعامو خلکو ،ماشومانو ،ښځو عامه وژله او د همداراز د کورونو اوبیخ بینائي تاسیساتو په کنډوالو بدلول دي. له دې امله نه یوازې صهیونیسټي رژيم بلکې امریکا اواروپائي هیوادونه هم په دې زمینې کې مسئول دي.
د حزب الله غورځنګ دغه لوړپوړي مقام ټينګار وکړ،دطوفان الاقصی نومې ناڅاپی عملیات د صهیونیسټي تیریګر رژيم او ددغه وحشي رژيم له وحشیتوب او جنایتونو څخه د امریکا او اروپا د پشتیبانۍ لپاره د نه هیریدونکي ماتې سبب شوي دي او دغه راز دغه سخت ګوزار د ټولو لپاره یوه نه هیریدونکي پښه ده .
داپه داسې حال کې دي چې ځینی عرب هیوادونه له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو په لومې کې ښکیل شوي او له دغه ماشوم وژونکي رژيم سره د اړیکو درلودل ئې پخپلو ایجنډاؤ کې راوستي دي چې باید د غزې له مظلوم ولس سره ددغه وحشي رژیم په څاروي ډوله چلندونو سره باید دوي له دغې لارې بیرته وګرځي او خپل انساني او اسلامی مسئولیّتونه دې وپيژني.