IQNA

د افغانستان طالب حکومت مولانا فضل الرحمن ته کابل ته د سفر بلنه ورکړه

8:34 - December 18, 2023
د خبر لمبر: 3488439
ایکنا- ټاکل شوې چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغان طالبانو د حکومت له چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو او بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبري وکړي.

ایکنانیوز د پار س ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو حکومت؛ د پاکستان د جمعیت علمای اسلامف څانګې  مشر مولانا فضل الرحمان ته بلنه ورکړې چې کابل ته دې  سفر وکړي.

خبری سرچینو وئيلي دي ، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې  هم پخپلې یوې اعلامیې کې  خبر ورکړی، چې دغه بلنه په اسلام آباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د سفیر سردار احمد شکېب له خوا مولانا فضل الرحمن ته لېږل شوې ده.

ټاکل شوې چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغان طالبانو د حکومت له چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو او بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبري وکړي.

مولانا فضل رحمان د پاکستان یو له مشهورو مذهبي شخصیتونو څخه دی چې په تیرو کلونو کې یې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143294

captcha