IQNA

له افغانستانه پاکستان ته د ناقانونه توکو واردول زموږ د هېواد کلتور اقتصاد او ټولنیزې برخې زیانمنې کړي

16:57 - January 02, 2024
د خبر لمبر: 3488512
ایکنانیوز-  د انورالحق کاکړ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د قاچاق مخنیوي لپاره باید د تورخم، چمن، غلام خان او د پاکستان په نورو پولو کې د بار وړونکو موټرو د څارنې سیسټم پیاوړی شي.

ایکنا نیوز د پارس تودی له قوله رپور راکړ،د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انورالحق کاکړ ویلي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د قاچاقي او ناقانونه توکو واردول د دغه هېواد اقتصاد زیانمن کړی دی.

ایکنانیوز-  د انورالحق کاکړ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د قاچاق مخنیوي لپاره باید د تورخم، چمن، غلام خان او د پاکستان په نورو پولو کې د بار وړونکو موټرو د څارنې سیسټم پیاوړی شي.

انورالحق کاکړ د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی چې د سوداګریزو توکو په قاچاق کې لاس لرونکي کسان پیدا او مجازات کړي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر همداراز د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون ATTA) ) پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې پاکستان نه یوازې له افغانستان څخه د مالونو له قاچاق سره مخ دی؛ بلکې له چین، هند او ایران څخه هم ناقانونه واردات دغه هېواد له ستونزو سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې، د توکو قاچاق د زیاتوالي لامل د مالیاتي او ګمرکي تعرفو لوړه کچه بلل کېږي، چې د پاکستان د حکومت لخوا وضع شوی دی.

 https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144152

captcha