ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پ څانګې مشر مولانا فضلالرحمن زیاته کړې چې پاکستاني دولت ورسره په اړیکه کې دی او غواړي دا سفر یې پاېلې ته ورسېږي.
نوموړي دې پوښتنې ته چې آیا د نجونو د زدهکړو خبره به له طالب مشرانو سره شریکه کړي ویلي: «په اسلامي شریعت کې د نجونو د تحصیل خبره نشته، خو هر هېواد حق لري چې کورنیو چارو، سولې، امنیت او سوداګرۍ په اړه خپلې اړوندې تګلارې پلي کړي.»
افغانستان ته د پاکستان د جمیعت علمای پاکستان د مشر د سفر کره نېټه په ډاګه نه ده.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو او اسلاماباد تر منځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته، هغوی د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان له مشر غوښتنه وکړه، څو «پاکستان کې د افغان طالبانو پر وړاندې د پروپاګند د مخنیوي» لپاره کابل ته سفر وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې هغوی فضلالرحمن ته د سفر بلنه ورکړې، څو «د افغانستان موجود حقیقتونه د پاکستان له خلکو» سره شریک کړي.
مولانا فضلالرحمن پاکستان کې مشهور سیاسي او مذهبي څېره بلل کېږي، چې تل یې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کړی دی.