IQNA

بیروت د اعتکاف دنړیوالې جشنوارې کوربه شو

8:25 - January 29, 2024
د خبر لمبر: 3488641
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د اعتکاف د مرکزي کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال ددې خبرې په کولو سره چې بیروت د اعتکاف د نړیوالې جشنوارې کوربه شو ،ووئيل،د نړۍ په هیوادونو کې  د اعتکاف د معنوي دستورو د انسجام او د چینل د پراختیا  او زیاتیدا په لړ کې  دنړۍ په مختلفو سیمو کې د اعتکاف  د  کمیټې ددفترونو ، او رهبري شورا په جوړولو پسې یوو او تراوسه پورې  په لبنان او تانزانیا کې د دوه سیمه ایز دفترونه  جوړ شوي دی.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اعتکاف د مرکزي کمیټې دنړیوالو چارو مرستیال حجةالاسلام سید محمد باقر دخبریالانو په ټول کې ددې خبرې په کولوسره چې په نړۍ کې د اعتکاف د معنوي دتسورو انسجام او چینل پراخیږي، ووئيل، د نړۍ په هرې سیمې کې داعتکاف یو ځانګړی دفتر دپرانیستا په حال کې دی. او په سیمه ایز او نړیواله سویه ئې تود هرکلی کیږي.

هغه زیاته کړه ، د لویدیځي آسیا  هیوادونو لپاره  په لبنان کې د اعتکاف د کمیټې او راهبری شورا دفتر   لس میاشتې مخکې پرانیستل شوی دی.

 هغه په دوام کې ووئيل، د ختیځي افریقا د هیوادونو لپاره یو بل سیمه ایز دفترپه تانزانیا کې د اعتکاف د مرکزی کمیټې سیمه ایز دفتر پرانیستل شوی دی، هیله  مند یوو د ورپسې سیمه ایز دفتر په جوړولو سره ، په دنیا کې د اعتکاف یو منسجم  چینل رامینځةشي او د اعتکاف  ددودولو لپاره یو منظم پروګرام جوړشي.

حجةالاسلام تکیه ای ووئيل،  په دغې پيښې سره  به ډير زر په درستې نړۍ کې داعتکاف په حوزې کې د څيړاندو ،هنرمندانو، لیکوالانو او شخصیّتونو ترمینځ ارتباطي چینل  هم رامینځةشي.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې ددنیا په سلو هیوادونو کې د رجب دمبارکې میاشتې او د  روژې دمبارکې میاشتې  داعتکاف دستورې ترسره کیږي، ووئيل، د اعتکاف دوه کلنه نړیواله جشنواره هم په ایران او لبنان کې په ګډه تعقیبیږي چې د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې  په لرستان کې ددغې جشنوارې د ادبی او هنري برخې پایزې دستورې ترسره شوې او دعملي برخې پایزې دستورې به هم د نړیوالو شخصیّتونو په شتون سره په بیروت کې ترسره شي.

برگزاری مراسم اعتکاف در ۱۰۰ کشور

https://iqna.ir/fa/news/4196265

captcha