IQNA

د ایران د ستر لارښود او ملت لپاره د لبنان د یوې قاري سوغات څه ؤ؟

14:23 - February 25, 2024
د خبر لمبر: 3488780
ایکنا- د لبنان د قرآن یوه قاري میرمن چې  د ایران د قرآن په نړیوالو سیالیو کې ئې  ګډون کړی  او د ؛شرفات علی الطوفان؛ نومې کتاب لیکواله هم ده،د ایران ملت ته ددغه کتاب په ډالۍ کولو سره هیله ښودلې ده چې دغه سوغات او کلتوری ډالۍ د رهبرس ستر مقام ته هم ورسیږي.

ایکنانیوز راپور راکړ، میرمن ضحی بلوط چې د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو دڅلویښتم پړاؤ د میرمنو په برخې کې د قرائت په څانګې کې ئې  ګډون کړی او د طوفان الاقصی نومې  عملیاتو د موضوع سره د ؛شرف علی الطوفان؛ نومې کتاب د لیکوالانو برخه ده،ایکنانیوز سره په خبرو کې  دهغو دلیلونو په باب چې ددغه کتاب د لیکوالانو له ټول سره یوځاي شوې ده ،ووئيل؛ اصلي دلیل چې زه ئې   اړباسلې یمڅو د ؛شرفات علی الطوفان ؛نومې کتاب په لیکنې کې مشارکت ورلرل شم،داسې کتاب چې د بیروت د مجمع ابداع خپروندوئې له خوا خپور شوی . دا دی ، هغه څه چې د اسلام ددین او قرآن له تعلیماتو مو زده کړي دي ،نورو ته ئې هم ډالۍ کړم، ځکه چې په حدیث کې راغلي دي ، چې ؛ من لایهتم بامور المسلمین فلیس مسلم:  هغه څوک چې د مسلمانانو مسئلو ته توجه ونه کړي ،مسلمان نه دی.

هغې زیاته کړې ده ،همداراز د حق او حقیقت ملګرتیا او  له مستضعفینو سره مرسته ددغه کتاب د لیکنې لپاره نوره انګیزې دي. دغزې خلک  د وحشي صهیونیسټي رژيم  دتیریو په شیشت کې دي.داسې ظالمانه تیری او بې آمانه بمبارۍ چې د لسګونو زره بې ګناه ښځو، ماشومانو اوبوډاګانو د عامې وژلې اوکډوالیدا لامل شوي دي.زه د مظلومانو په حق کې چغه پورته کونکې وم  او فیصله مو وکړه چې دغه کتاب لیکلو ته مخه کړم څو  ددوي پیغام د نړیوالو غوږوونو ته ورسول شم.

میرمن ضحی بلوط  ایرانیو مخاطبانو ته ددغه کتاب له معرفي کولو سره دخپلې ګروهنې په باب ووئيل، حقیقت دا دی چې نیّت مو درلودچې دغه کتاب  چې  دلبنانیو محصیلینو او زده کونکو په روایټ سره  لنډې کیسې لرونکی دی  او ما په دغه کتاب کې یوه کیسه لیکلې ده چې  غواړم ایران ته ئې ورسوم ،ددې لپاره چې  هغه څه چې مونږ له ایران سره د یوه بل ترڅنګ غونډوي ، له مظلوم سره ملګرتیا او دجهاد اصل دی.

میرمن ضحی بلوط ووئيل، له نیکه مرغه  په الهي توفیق سره دغه کتاب په فارسي ژبه هم ژباړل شوی دی او زه ګروهمنه یم  دې موضوع ته اشاره وکړم چې دغه کتاب یوازې په لسکو ورځو کې تیار شوی دی او ټول هغه کسان چې ددغه کتاب په لیکنې ،صفحه بندۍ ، د جلد پلانونې  او ددغه کتاب په خپرونې کې ئې  رول درلودلی دی ، ټولو کسانو په خپلې خوښې دغه کار ترسره کړی  چې مجمع الدبداعي خپروندوئې سره ئې ملګرتیا کړې ده او  ددغه کتاب د لیکنې هدف  دغزې مظلومو خلکو ته  ډالۍ کول دي څو دوي ته ووایو چې  له دوي ملاتړ اوپشتیباني کوو.  

هغې د اسلامی انقلاب معظم لارښود لاس ته ددغه کتاب د رسیدا په باب دهیلې په څرګندولو سره ووئيل، هماغه ډول چې ومووئيل، دغه کتاب په فارسي ژبه هم ژباړل شوی دی، او ان شاالله  د اسلامی انقلاب ستر لارښود لاس ته به ورسیږي،زه غواړم چې  دغه پيښه رامینځةشي ، ځکه چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود (مدظله العالي ) لپاره دمونږ له خوا دغه پیغام  یو داسې پیغام دی چې مونږ  ددوي لپاره په دې باب  چې پر هغه ژمنتیا چې مو کړې ده،پابنده یوو. دوي د ستر لارښود په توګه فرمان  صادروي او مونږ ئې اطاعت کوو.  

 

 

دوست دارم کتابمان به دست مقام معظم رهبری برسد/ خانم بصیری

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4201246

 

captcha