ایکنانیوز د ګارډیّن له قوله راپور راکړ، د آسټریلیا په نیویاؤت ولز او ویکټوریا کې د اسلامی تنظیمونو او اورګانونو غړو حکومتي روژماتو دستورو ته بلنې په زغرده رد کړې.
د آسټریلیا د جمې ا مامانو ملی شورا(Anic) او د ویکټوریا اسلامی شورا (ICV) په یوې ګډې اعلامیې کې اعلان کړی دی چې د غزې په جنګ د دغه هیواد د حکومت دغبرګون په څرنګوالي د مسلمانو ټولنو په ناامیدۍ پسې به سږکال د روژې په مبارکې میاشتې کې د حکومتي روژماتو په دستورو کې ګډون ونه کړي.
د آئي سی وي مشر عادل سلمان په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د فلسطینیانو د کړاؤ او دردونو په احترام کې به سږکال په روژې میاشت کې ددغه شان دستورو ترسره کیدا مناسبه نه وي. هغه ووئيل، دمګړۍ ټولنه دغزې دجنګ په باب د آسټریلیا د کارګر ګوند د دریځونو په نسبت ناامیده ده ، هغه څه چې مونږ ئې تمه لرو، د فلسطین له ولس سره په پیوستون کې دحکومت روښانه بیانیه ده .
ښآغلی سلمان ووئيل، اوس د لومړي وزیر لپاره ښه وخت دی څو هغه سپارښتنې چې حکومت ئې له مسلمانانو ترلاسه کړي دي، ومني.
د آسټریلیا د جومات د امامانو د ملی شورا(اې این آئي سی) یوه ویندوي ګارډین ته ووئيل،چې دوي په نیو ساؤت ولز کې د مسلمانو او عربو ټولنو په خپګان د حکومت د هیح غبرګون په نه ښودلو ډیر ناامید شوي دي . هغه ووئيل، دوي امیدوار دي چې حکومت د فلسطین د بې څوکه خلکو د کړاؤ او په نیوساؤت ولز کې له مسلمانو ټولنو سره د خواخوږئ لپاره لا زیات سنجیده کړجار غوره کړي.
د سیډني یو پوهنتوني او اجتماعي فعال شیخ وسام شرقاوي هم ووئيل، د جماعت درست امامان په دغو دستورو کې له ګډونه په ډاګه ډډه کوي. هغه ټينګار وکړ،ما هیڅکله هم په ټولنې داوس تر حده د غوسې سویه نه ده لیدلې ، له لومړي وزیر او د هغه له وزیرانو سره د لیدو لپاره د ټولنې ګروهنې صفر ته رسیدلې ده .
په وروستیو کلونو کې په روژې مبارکې میاشتې کې د حکومتي روژماتو دستورې دود شوي دي او داسلامی هیوادونو سیفیران، د ټولو دینونونو لوړپوړي روحانیون د مسلمانانو د ټولنې مشران او سیاستوالان پکې ګډون کوي. په ویکټوریا کې د ځاي حکومت لومړی وزیر له ۲۰۱۵ کال څخه ددغو دستورو کوربه دی .