د نړۍ مسلمانانود روژې د مبارکې میاشتې د روژو په ساتلو پسې بلاخره نن تقریبا په درستې نړۍ کې د نیکمرغه اختر دستورې په پرتم او ولولې سره لمانځي او په جوماتونو او نورو عبادتځایونو کې د خپل پروردګار په درګاه کې داختر دلمانځه په لیکو کې په دریدا سره یو ځل بیا د خپل عاقبت بخیري التجا کوي او دغه راز په درستې نړۍ کې د اسلامی امت د یووالي او او دغه راز د نړۍ د مظلومانو او مستضعفینو په تیره بیا د فلسطین د غزې او لبنان د مظلومو مسلمانانو د مظلومیّت چغو ته په لبیک وئيلو سره له دوي سره خپله خواخوږي او پیوستون اعلانوي.
راپورونه ښئ چې نن په ایران، پاکستان ،عربستان ،درست عرب هیوادونه ، افغانستان، اروپائي هیوادونه ،ځیني افریقايي هیوادونه ،آسیاي هیوادونه او تقریبا په درستې نړۍ کې زیاتره مسلمانان د روژې د مبارکې میاشتې نیکمرغه اختر لمانځي او د روژې دمبارکې میاشتې د روژو په ساتلو پسې ئې جایزه ترلاسه کوي.
درست مسلمانان نن دخداوندمتعال په درګاه کې په صفونو کې په دریدا سره د اسلامی امت دیووالي ،عاقبت بخیري او د مقاومتي مبارزانو د فتح او تصرت دعاګانې کوي.
د ایکنانیوز درست کارکونکي په دې نیکمرغه مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته دزړه له کومې د اختر مبارکي وړاندې کوي.
نیکرغه اختر مو مبارک او بختور شه.